د افغانستان لپاره د ایټالیا د سفارت شارژدافېرې اغلې ناتالیا کوینتاویل او ورسره مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په ننۍ کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ په دې وروستیو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي په وروستي راپور او له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اجباري وېستنې تر څنګ د ایټالیا هېواد له لوري په بشر دوستانه، روغتیا، کرنې او د یاد هېواد د نیمه بشپړو شویو پروژو په برخو کې د دغه هېواد د مرستو او همکاریو په زیاتېدو او ګڼو نورو دوه اړخيزه مسايلو خبرې اترې وشوې.