د افغانستان لپاره د چين ولسي جمهوريت ځانګړي استازي ښاغلي يو شيايوينګ د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.

په دې ناسته کې د افغانستان او چين دوو اړخيزو اړيکو کې پر وروستيو پرمختګونو، په ځانګړې ډول ټرانس هماليا فورم کې د بهرنيو چارو وزير ګډون، د دواړو بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه او بيجينګ کې د ا.ا.ا. د لوی سفير د کار پيل او په افغانستان کې د چين د پانګونو په باب هراړخيزې خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير وويل، په بيجينګ کې د ا.ا. د سفير د کار پيل يو مهم پرمختګ دی او په نړيوالو فورمونو کې يې د چين د مثبت دريځ ستاينه وکړه.
همداراز متقي صاحب ټينګار وکړ چې د عينک مسو پروژې باندې عملي کار پيل شي او په دې اړه يې ډاډ ورکړ چې د افغانستان اړوندې ادارې پوره چمتووالی لري.
متقي صاحب وويل، دواړه لوري بايد پر هغو لارو چارو کار وکړي چې چين ته د افغانستان صادرات زياتوي.
د چين استازي په خپل وار وويل، چې هېواد يې د افغانستان خپلواکۍ ته درناوی لري او هېڅکله به د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
ښاغلي يو شياوينګ وويل، چې چين له افغانستان څخه پر واردېدونکو توکو ګمرکي تعرفه تر ډېره له منځه وړې ده ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وده وکړي.
د چين ځانګړي استازي ټينګار وکړ چې د عينک مسو پروژې د کار عملي پيل په تړاو د دواړو هېوادونو اړونده ادارې لازیات کار وکړي.
دواړو لوريو د اړیکو په پراختیا، د تجارت په زیاتوالي او سیاسي برخو کي په لازیاتي همکاري ټینګار وکړ.