په دې ناسته کې د روسیې، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، هند، ترکیې او اندونیزیا سفیرانواو د دیپلوماتیکو ماموریتونو مشرانو ګډون کړی و.
د بهرنیو چارو وزیر د سیمې له هېوادونو سره د افغانستان اسلامي امارت دیپلوماتیکو اړیکو وضعیت د پام وړ وباله او ټینګار یې وکړ چې د سیمې هېوادونه باید افغانستان سره د مثبت تعامل د زیاتوالي او دوام لپاره سیمهییزې سلامشورې ترسره کړي.متقي صاحب له ګډونوالو وغوښتل چې د یوه منطقهمحور روایت پر مټ باید په افغانستان کې له راټوکېدلو فرصتونو ګټه پورته کړي او د بالقوه ګواښونو د مدیریت په تړاو همغږي ولري. د بهرنیو چارو وزیر د سیمې او نړۍ هېوادونو سره پر مثبت تعامل ټینګار وکړ او یو ځل بیا یې تکرار کړه چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
متقي صاحب د ناستې له ګډونوالو ډیپلوماتانو وغوښتل چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقهمحور ابتکار پیغام ورسوي چې د یوناما په شتون او په افغانستان کې د یوه خپلواک مرکزي حکومت په موجودیت کې د نویو ځانګړو استازو ټاکلو ته اړتیا نه شته.
متقي صاحب د ناستې له ګډونوالو ډیپلوماتانو وغوښتل چې خپلو اړوندو هېوادونو ته د افغانستان اسلامي امارت د منطقهمحور ابتکار پیغام ورسوي