نن د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير ښاغلي بختيار سعيدوف په مشرۍ لوړپوړي پلاوي سره وکتل

په دې ناسته کې د دوو اړخيزو اړيکو ترڅنگ د سوداگري، ټرانزيټ او ټرانسپورټ برخو کې د همکاريو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.په سر کې د هېواد د بهرنيو چارو وزير ښاغلي بختيار سعيدوف ته د بهرنيو چارو وزير په توگه له ټاکل کېدو وروسته افغانستان ته په لومړني سفر ښه راغلاست ووايه.مولوي امير خان متقي وويل، د دواړو هېوادونو ترمنځ په مختلفو سطحو کې د پلاوو ډېر تگ او راتگ د دواړو هېوادونو ترمنځ د نژدې اړيکو ښکارندويي کوي. متقي صاحب هيله څرګنده کړه چې په تاشکند کې د افغان سفارت د سطحې لوړول به د دوو اړخيزو اړيکو د لاپیاوړتیا لامل وگرځي.د بهرنيو چارو وزير د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداگري مخ پر زياتېدو وبلله او هيله يې څرگنده کړه چې په دې اړه لا زياتې اسانتياوې رامنځ ته شي.متقي صاحب هيله څرگنده کړه چې ازبکستان افغان سوداگرو او ترانسپورټي پرسونل ته د ویزې د صدور لړۍ کې اسانتياوې راولي. د ټرانزيټ په برخه کې متقي صاحب وویل، دواړه هېوادونه باید هڅې وکړي چې د خپلو هېوادونو له لارو لا زیاتو انتقالاتو ته لار اواره کړي او په دې برخه کې په کار ده چې لازمې اسانتیاوې برابرې شي. همدارنګه متقي صاحب له ازبکستان څخه د وارداتي برېښنا په اړه وويل چې د ژمي په موسم کې د برښنا کمښت هم عام ولس ته ستونزې جوړې وي او هم زموږ د هېواد صنعتکارې طبقی ته، نو هيله ده چې د وارداتي برېښنا د کمښت ستونزه اواره شي.د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير په خپل وار افغانستان ته خپل سفر مهم وباله او دا يې په دوو اړخيزو اړيکو کې د نوي څپرکي په توگه ياد کړ.بختيار سعيدوف د امارت له بريا سره راغلی امنيت مهم وباله او د افغانستان او ازبکستان د گډې پولې امنيت یې ډاډمن وباله او په دې برخه کې يې د دواړو هېوادونو د اړوندو ارگانونو ترمنځ نژدې همغږي مهمه وبلله.ښاغلي سعيدوف وويل، هېواد يې تل په نړيوالو فورمونو کې د افغانستان ملاتړ کړی دی او ټينگار يې کړی چې افغانستان بايد د نړيوالې ټولنې برخه وي. ده وويل، چې هېواد يې افغانستان د منځنۍ اسيا برخه بولي او د مرکزي هېوادونو د پرمختگ لپاره افغانستان مهم ارزښت لري.بختيار سعيدوف وويل، د سوداگرو او موټر چلوونکو ته د ويزو د ورکړې موضوع تر کار لاندې ده او د دوه اړخیز تجارت د ودې لپاره دا مهمه ده.د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير وويل هېواد يې لېواله دی چې افغانستان کې د سمنټو د توليد، ډبرو سکرو استخراج او له ډبرو سکرو د برښنا توليد په برخو کې پانگونه وکړي.ده زياته کړه چې په دغو برخو کې پانګونه د افغانستان په خاوره کې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ جوړولو سره ډېره مرسته کولای شي.ښاغلي سعيدوف وويل، افغانستان او ازبکستان د يوې سيمې د هېوادونو په توګه مشترکې گټې لري او پکار ده چې نژدې همکارۍ ولري.ښاغلي سعیدوف متقي صاحب ته ازبکستان ته د سفر بلنه ور کړه، چي په مناسب وخت کي به تر سره شي.