په دې لیدنه کې د سیمهییزو پرمختګونو، د اړیکو پر پیاوړتیا او نورو دوه اړخیزو مسایلو خبرې وشوې.په پیل کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه او مثبتې وبللې او په ټولو برخو کې یې د اړیکو د پراختیا غوښتونکی شو.ورپسې ښاغلي قمي پر غزې تړانګې د صهیونیست رژیم د ښکاره تېری په هکله د افغانستان اسلامي امارت له دریځ او په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د اسرائیلو د حملې غندنې څخه مننه وکړه. همداراز یې سیستان ته د هلمند سیند د اوبو پر وړاندې د پرتو خنډونو د لیرې کولو په اړه خوښي څرګنده کړه او اوبه یې د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا یو مهم عامل وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د اوبو جریان به دوام ومومي.دغه راز د بهرنیو چارو سرپرست وزیر څرګنده کړه، چې سږ کال د الله تعالی په فضل په هېواد کې بارانونه وشول، چې په پایله کې یې له څو کلنې وچکالۍ وروسته د نیمروز ولایت او د هغه هېواد په سیستان کې د هلمند سیند اوبه روانې شوې.غونډه د ښه ګاونډیتوب د اصولو پر بنسټ د ښو اړیکو پر لا پراختیا په ټینګار سره پای ته ورسېده.