د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي د سوريې عربي جمهوريت د بهرنيو چارو وزير محترم اسعد حسن شيباني سره په استانبول کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د ۵۱مې ناستې په څنډه کې وکتل.
دواړو د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان او سوريې ترمنځ اړيکې تاريخي او مهمې وبللې او خوښي يې څرگنده کړه چې دواړه ولسونه له اوږدو جگړو وروسته خپلواکۍ، امنيت او ثبات ته ورسېدل.
دواړو لوريو هيله څرگنده کړه چې د افغانستان او سوريې حکومتونه وتوانېږي چې پر اوسنيو ننگونو برلاسي او له فرصتونو گټه پورته کړي.