د روسیي سفير د بهرنيو چارو وزير سره وکتل

نن په کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.ښاغلي ژیرنوف د اکتوبر په میاشت کې مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون په اړه تفصیلي مالومات ورکړل او ویې ویل چې د روسیې فدراسیون به د افغانستان اسلامي امارت به په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر په مسکو فارمټ کې د افغانستان اسلامي امارت غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې دغه سیمه ېیز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.