د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ترکیې د پوځ اړوند د ترانسپورتي الوتکې د لوېدو د پېښې له امله، چې نن د جورجیا او آذربایجان گډې پولې ته څېرمه رامنځته شوې، ژوره خواشیني څرگندوي.د دې دردناکې پېښې له امله د ترکیې ورور دولت، ملت او د قربانیانو کورنیو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو او شهيدانو ته د فردوس جنت دعا کوو.