د بهرنیو چارو له وزیر سره د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال ولید

په دې لیدنه کې په سیاسي او امنیتي وضعیت، راستانه شویو کډوالو په حالاتو، د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې په موضوع، د سیمي پر حالاتو او د ا.ا.ا او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو اړوند بحثونه وشول.د بهرنیو چارو وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د راستیندونکو کډوالو او وروستیو زلزلو قربانیانو سره د مرستو له امله مننه وکړه او د یاد سازمان مرستې یې د افغانستان د خلکو لپاره ارزښتناکې وبللې.

د هیواد د بهرنیو چارو وزیر د ا.ا.ا لخوا د راستیندونکو کډوالو د ښه مدیریت یادونه هم وکړه او زیاته یې کړه چې د ژمي د په رارسېدو سره په دې برخه کې لا زیاتې همکارۍ ته اړتیا لیدل کېږي څو د کډوالو خوندیتوب او هوساينې لپاره لازم ګامونه پورته شي. دغه راز یې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د وروستیو شخړو او مذاکراتو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او تاکید یې وکړ چې د ا.ا.ا د خبرو له لارې د شخړو په حل باور لري. ښاغلي بخیت په مختلفو برخو کې د ا.ا.ا لاسته راوړنې وستایلې او افغانستان ته یې خپل سفر او ملاقاتونه له لاسته راوړنو ډک وبلل.

نوموړي په ډاګه کړه چې ياد سازمان له افغانستان سره رغنده اړیکې غواړي او په مختلفو برخو کې د مثبتې ښکیلتیا له لارې لا زیاتو همکاريو ته په تمه دي. محترم بخیت همداراز ژمنه وکړه چې د اسلامي همکاریو د سازمان د غړو هېوادونو سره به راستیندونکو کډوالو لپاره په بشري مرستو خبرې وکړي. همداراز، نوموړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند ستاینه وکړه او د خبرو له لارې د ستونزو په حل یې ټینګار وکړ.