د ترکيې سفير د بهرنيو چارو مرستيال وزير سره د مخې ښې ليدنه وکړه

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت له مالي او اداري مرستيال دوکتور محمد نعیم سره کابل کې د ترکیې سفیر ښاغلي جنګ اونال د مخه‌ښې لیدنه وکړه.په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو پر پیاوړتیا، متقابل تفاهم او د هر اړخيزو همکاریو په پراختیا بحث وشو.

دوکتور محمدنعیم د ښاغلي جنګ اونال د ماموریت پر مهال، د نوموړي له ښې همغږۍ او مثبت رول څخه مننه وکړه او د افغانستان او ترکیې ترمنځ يې تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړيکې ژورې وبللې او د راتلونکي لپاره يې د لاپراخو همکاریو هیله څرګنده کړه.

د ترکیې سفیر ښاغلي جنګ اونال هم د بهرنيو چارو وزارت له همغږۍ او همکاريو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې هېواد یې له افغانستان سره اړیکو ته ځانګړی اهمیت ورکوي او د افغانانو سره د هر ډول ملاتړ او همکارۍ لپاره ژمن دی.په پای کې دواړو لوریو د اړيکو او متقابلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.