د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د اسرائيلي رژیم له لوري له سوماليا فدرالي جمهوريت څخه د «سومالیا لېنډ» نومې سیمې د خپلواک دولت په توګه په رسمیت پېژندل په کلکه غندي.دغه اقدام د یوه اسلامي هیواد د تقسیمولو هڅه ده، د نړیوالو قوانینو او د سومالیا د اسلامي هېواد د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض دی چې د سیمې د سولې او ثبات لپاره منفي پایلې لري. دغه ډول اقدامات هېڅ ډول مشروعیت او قانوني حیثیت نه لري.