د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سره د اروپایي اتحادیې ځانگړي استازي وکتل

په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو او دوامداره همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزارت مرستیال د اروپایي اتحادیې له بشري مرستو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې مرستې دې د دوامدارو پرمختیایي پروګرامونو پر لور واوړي، څو کاري فرصتونه زیات او د خلکو داساسي ستونزو په هواري کې اغېزناک رول تر سره شي.
ښاغلي مرستيال همداراز د متقابل درناوي پر بنسټ پر متوازنو اړیکو ټینګار وکړ او زياته يې کړه چي د ستونزو د حل لپاره ښه او مؤثره لار خبرې اترې او ډيپلوماسي ده او د ستونزو په هواري کې دا د اسلامي امارت لومړیتوب دی

د اروپایي اتحادیې ځانگړي استازي هم د ستونزو د هواري لپاره معقوله لار دپلوماسي او خبرې اترې وګڼلې او له افغانستان سره يې د دوامداره همکاریو او ډاډ څرګند کړ.
نوموړي همداراز د افغانستان د سوداګريزو چارو په اړه وويل چې د اروپا دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ خلاصې دي افغاني توکي په اروپا کې ښه بازار لري او خلک يې خوښوي، په ځانګړي ډول وچه مېوه. نوموړي زياته کړه چې اروپایي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.
په پای کې دواړو لورو د لا ښې همغږۍ لپاره په دوامداره ناستو پاستو په ټينګار وکړ.