بهرنیو چارو وزیر کابل کې د هند سفارت شارژدافیر سره تعارفي لیدنه وکړه

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي نن په کابل کې د هند سفارت له شارژدافیر یتین پټیل سره تعارفي لیدنه وکړه.

د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي شارژدافیر ته په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د خپل متوازن سیاست له مخې هند سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.

محترم مولوي امیر خان متقي وویل چې د افغانستان – هند ترمنځ د سوداګرۍ حجم د زیاتېدو په حال کې دی او د دواړو لورو له ظرفیتونو څخه د اعظمي استفادې لپاره اړتیا ده چې د حکومتي او خصوصي سکتورونو تر منځ رابطې او همکاري زیاته شي.

ښاغلي یتین پټیل څرګنده کړه چې هند له افغانستان سره په اقتصادي، سیاسي او بشري برخو کې خپل تعامل او اړیکو ته پراختیا ورکول غواړي.

Click here to continue