د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزير محترم مولوي امير خان متقي سره د افغانستان لپاره د برتانيا ځانګړي استازي ښاغلي ريچارډ لينډزي وليدل.
نوموړي د افغانستان-پاکستان په وروستي وضعیت، په دوحه کې څواړخيزو ناستو او يو لړ نورو مسائلو اړوند د نظر تبادله وکړه.
د بهرنيو چارو وزير د اسلامي امارت موقف روښانه کړ چې د امریکا-ناټو اشغال دورې په پرتله د افغانستان اوسنی امنيتي او ټولنيز وضعيت په مراتبو ښه شوی او د اسلامي امارت عملي اقداماتو د سيمې هيوادونو اطمینان لوړ کړی. اسلامي امارت همدارنګه ژمن دی چې د نړۍ له نورو هيوادونو سره هم مثبتې اړيکې ولري او هيڅ چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هيواد په ضرر وکاروي.
ښاغلي لينډزي په دې وروستیو کې د پاکستاني رژیم له لورې په بریدونو کې د افغانانو د شهادتونو په اړه خپله غمرازي وښوده همداراز یې د سیمې او نړۍ اړوند د بېلابېلو موضوعاتو په هکله خپل نظر شریک کړ، او ویې ويل چې د بريتانيا حکومت او ولس ژمن دي افغانستان او افغان ولس سره خپلو بشري مرستو ته ادامه ورکړي او نوموړي هوډ ښکاره کړ چې په راتلونکي کې به له افغانستان سره د لا ښکېلتیا په موخه خپلو سفرونو ته دوام ورکړي.