په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د اندونيزيا جمهوریت فلورس ټاپو او شاوخوا سيمې د درنې زلزلې له امله زيانمنې شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د ورور هېواد اندونيزيا جمهوريت او ولس ته د اوښتو تلفاتو په اړه خپله ژوره خواخوږي او د ډاډګیرنې مراتب وړاندې کوي.همدا راز په دې پېښه کې د ټپیان شویو وکړو لپاره د بېړنۍ روغتیا هیله څرګندوي.