درېيم هېواد ته د افغان کډوالو د احتمالي لېږد په اړه د بهرنیو چارو وزارت د ویاند څرګندونې

د افغانستان اسلامي امارت د هغو راپورونو په اړه خپله جدي اندېښنه څرګندوي، چې له مخې یې د امریکا متحده ایالتونه غواړي ځينې هغه افغان کډوال پاکستان ته ولېږدوي، چې تر اوسه په هغه هېواد کې د قانوني اقامت د اسنادو په ترلاسه کولو نه دي توانېدلي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو ټولو اتباعو د حقونو، ساتنه خپل مسؤولیت ګڼي او ټینګار کوي چې له افغان اتباعو سره، د نړۍ په هره برخه کې، باید د نافذه قوانینو، منل شویو اصولو او د انساني کرامت د درناوي پر بنسټ چلند وشي.

اسلامي امارت د امریکا له متحده ایالاتو غواړي چې په دې تړاو له مسؤولانه او سنجول شوي چلند څخه کار واخلي او د افغان اتباعو د برخلیک په اړه هر ډول پرېکړې او اقدامات د روښانه دوه‌ اړخیز تفاهم، لازمې همغږۍ او د اړوندو اشخاصو د حقونو او مشروع غوښتنو په پام کې نیولو سره ترسره کړي. افغان لوری چمتو دی چې د موجودو واقعیتونو په درک او د دواړو خواوو د مشروع اندېښنو په پام کې نیولو سره، په دې برخه کې عملي او پر متقابل تفاهم ولاړ تعامل وکړي.

همدارنګه درېیمو هېوادونو ته نه ښایي چې د بل هیواد د اتباعو د برخلیک په اړه د لنډمهاله محدودو امتیازاتو یا نورو ملاحظاتو په موخه معامله وکړي او په خپلو پرېکړو او اقداماتو کې، انساني کرامت، حقونه او منل شوي اخلاقي او بشري معیارونه زیانمن کړي.

د افغانستان اسلامي امارت د خپلو اتباعو د باعزته، خوندي او داوطلبانه راستنېدو په برخه کې هر ډول رغنده تعامل او همکارۍ ته ژمن دی او د خپلو اتباعو د حقونو او خوندیتوب تأمین خپل مسؤولیت ګڼي.