په چین او نیپال کې د سېلابونو په تړاو د بهرنیو چارو وزارت د وياند څرگندونې

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت په چین او نیپال کې د وروستیو ویجاړوونکو سېلابونو له امله، چې په پایله کې یې د نیپال او د چین ولسي جمهوریت د تبت ولایت اوسيدونکو ګڼو کسانو ته مرګ‌ژوبله او پراخ مالي زیانونه اوښتي، ژوره خواشیني څرګندوي.

د بهرنیو چارو وزارت د نیپال او چین له حکومتونو، ولس، په ځانګړې توګه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوي او د زيانمنو کورنیو ته تسلیت وايي