د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره د افغانستان لپاره د ناروې شاهي دولت نوي ټاکل شوي چارسمبالي، ښاغلي سیګوالډ ټومن هاګ، وکتل.
په دې کتنه کې د هیواد د بهرنیو چارو وزیر نوموړي ته په خپل نوي ماموریت کې د بریا هیله وکړه او د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ. دغه راز یې د افغانستان او ناروې پر تاریخي اړیکو او د دواړو هیوادونو د اړیکو پر لا پیاوړتیا خبرې وکړې.
ښاغلي هاګ د افغانستان له لوري د ښه کوربهتوب او همکارۍ مننه وکړه او د امنیت، نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې او اقتصادي ثبات په برخو کې یې د اسلامي امارت لاسته راوړنې او پرمختګونه وستایل.
په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو او یو شمېر نورو ګډو موضوعاتو په اړه هم د نظرونو تبادله ترسره شوه.