د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین الحاج شیرمحمد عباس ستانکزي د ازبکستان د جمهور رئیس له ځانګړي استازي ښاغلي عصمت ایرګاشوف سره وکتل.

مرستیال وزیر ستانکزي د ازبکستان جمهوریت له بشري مرستو، د برېښنا د لېږد، تخنیکي او نورو مرستو مننه وکړه. ښاغلي ارګاشوف د نوي افغان حکومت د لاسته راوړنو هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې هېواد به یې په ټولو نړیوالو فورمونو کې د افغانانو د غوښتنې ملاتړ وکړي.دواړو لوړو د سوداګرۍ، ترانزیټ، برېښنا، اورګاډي پټلۍ او نورو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نږدې او پراخې همکارۍ ټینګار وکړ.