په ناسته کې په سیاسي، اقتصادي، ټرانزیټي او د سیمیزو اړیکو په پیاوړتیا خبرې وشوې.
ښاغلي کابلوف د اسلامي امارت پالیسۍ متوازنه، دسیمي او نړۍ د هیوادونو په ګټه وبلله او د نوي حکومت له لاسته راوړنو څخه یې خوښي ښکاره کړه.
محترم متقي صاحب د روسي پلاوي راتک چې په ترکیب کي یې د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد، صنعت، زارعت او انرژۍ وزارتونو استازي وو وستایه او د نوي حکومت په راتګ سره د رامنځته شویو فرصتونو نه په ګټې اخیستنې سره وویل چې روسیه د ښو امکاناتو په لرلو سره کولای شي یو شمېر پراختیایي پروژو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل؛ نوی حکومت د سیمیز امنیت او اتصال په هکله جدي توجه لري او غواړي چې افغانستان د اسیا د زړه په حیث د سیمیزو هیوادونو تر منځ په، ترانزټ، تجارت، صنعت او اقتصادي پیاوړتیا کې مهم رول ولوبوي.
متقي صاحب زیاته کړه؛ په تیرو شلو کلو کې مخدره توکو کرنې، قاچاق او اعتیاد وده کړې چې نوی حکومت به د معتادانو د تداوي او بدیل معشیت په رامنځ ته کولو سره د دغو ناخوالو مخه و نیسي خو په دې برخه کې د نړیوالو همکارۍ ته ضرورت لرو.ناسته دواړو لوریو مثبته وبلله او هیله یې وښوده چې د عملي همکاریو سلسله تیزه او دوامداره شي.