ښاغلي پاول له نوي حکومت څخه مننه وکړه چې د دوی د استازولۍ او کارکوونکو امنیت یې خوندي کړی دی او له نوي افغان حکومت سره یې ښکېلتیا ته په اشاره وویل چې اروپايي اتحادیه غواړي له اسلامي امارت سره د رغنده تعامل له لارې د خپل ماموریت په ترڅ کې افغانانو ته خدمات وړاندي کړي. د بهرنیو چارو وزیر د ښاغلي پاول د خبرو په ځواب کې وویل؛ په افغانستان کې امنیت تامینول د حکومت مسؤلیت او هیڅ چاته به اجازه ورنکړي چې په هیواد کې داخل یا هم د افغانستان له خاورې څخه د نورو امنیت ته تهدیدونه متوجه کړي. دغه راز محترم متقي صاحب د اروپايي اتحاديې شارژده پیر سره په کتنه کې په نړیوالو ږغ وکړ چې بشري موضوعات له سیاسي موضوعاتو سره ونه تړي او له نوي حکومت سره په افغانستان کي په راغلیو مثبتو پرمختګونو سترګې پټې نکړي، هغه زیاته کړه چې نړیوال باید له افغان حکومت سره د خبرو اترو له لارې مخته پراته مسایل حل کړي. متقي صاحب په ډاډ سره وویل چې نوي حکومت د افغان ولس غوښتنو ته لاسرسي کړی او په دې برخه کې لاهم په جدیت سره هلې ځلې روانې دي.