کور پاڼه   >   قونسلي چارې    >   تصدیقونه

تصدیقونه

د تصادیقو معاونیت، د قونسلي چارو ریاست یو له هغو معاونیتونو څخه دی چې د هېواد دننه او بهر بیلابېل سندونه او وثیقې مهر او تصدیقوي. د اتباعو د سندونو او وثایقو مهر او تصدیق په هېواد کې دننه په مرکز (تصادیقو معاونیت) او په ولایتونو کې د بهرنیو چارو وزارت ولایتي استازولیو له لارې کېږي او له هېواده بهر د افغانستان اسلامي امارت د سفارتونو او قونسلگریو لخوا ترسره کېږي.

    اړینې یادونې!

•  د سندونو او وثیقو عادي تصدیق په دریو کاري ورځو کې بشپړېږي.
•  د سندونو او وثیقو ځانگړی تصدیق په دریو ساعتونو کې بشپړېږي.
•  د اسنادو او وثیقو ټاکل شوي فیسونه د تصدیق او خدماتي چارو دي.
•  پېژندپاڼه، زېږون کارت او فوتي سند، اسان خدمت صادروي او سملاسي تصدیقېږي.