۰۴ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

‏د ااا د بهرنیو چارو وزارت په الاقصی جومات کي په بې دفاع لمونځ کوونکو د اسرائیلي ځواکونو ظالمانه برید په کلکو ټکو غندي.

د راپورونو له مخې، د تیري شپې د اسرائیلي ځواکونو په دې برید کې شاوخوا ۱۰۰ بیگناه فلسطینیان ټپیان شوي او ۴۰۰ نور د دوی له لوري نیول شوي دي.
د اسرائیلي ځواکونو له لوري په مظلومو فلسطینیانو دغه ډول بشر ضد کړنې او د سپیڅلو اماکنو بې حرمتي له نړیوالو، اسلامي او انساني قوانینو څخه ښکاره سرغړونه او د نړۍ د مسلمانانو احساسات راپارول، ارزښتونو او مقدساتو ته سپکاوی دی.