جوړښت او شالید
د بهرنیو چارو وزارت په انگړ کې د ستوري لرغونې ماڼۍ، چې د امیر عبد الرحمن خان د واکمنۍ په مهال په ۱۹۰۱ز کال کې د ارگ د باغ لویدیځ لوري ته جوړه شوې ده، ددې وزارت د لومړني پیل دفتر او مقر یادېږي. له وزارتي جوړښت مخکې لومړی د (اداره فاخره) په نوم یادېده او په ۱۲۹۸ل کې د (مقام نظارت امور خارجه) په نوم ونومول شوه.
له ۱۳۰۱ل کال څخه دا ماڼۍ د بهرنیو چارو وزارت ته ځانگړې او له همدې نېټې د وزارت په نوم ونومول شوه، چې ورسره سم د هېواد د بهرني سیاست او ډیپلوماسۍ په لړ کې د افغانستان د بهرنیو چارو د لومړني وزیر محمود طرزي په غوراوي د بهرنیو چارو وزارت د اوسني جوړښت بنسټ بادېږي.
د بهرنیو چارو وزارت په انگړ کې له “ستوري ماڼۍ” وروسته ددې وزارت نوې درې پوړیزه ودانۍ د پاچا ظاهر شاه د واکمنۍ په مهال، چې سردار محمد داوو خان یې لومړی وزیر وو، جوړه شوه او لا هم د بهرنیو چارو وزارت د مشرتابه د دفتر په توگه کارول کېږي.
بهرنی سیاست
د بهرنیو چارو وزارت د نظام او حکومت د بهرني سیاست د چارو د مخ ته وړلو دنده لري، چې د هېواد په کچه له بهر سره د بېلابېلو چارو او کړنو د همغږۍ او څارنې او له هېواد سره د بهرنیو اړیکو ټینگښت، پالنه او پیاوړتیا ددې وزارت او بهرني سیاست عمده فعالیتونه بلل کېږي. دا وزارت د بهرني سیاست پر اساسي کرښو د کار ترڅنگ، له بهرنیو دولتونو او نړیوالو سازمانونو سره د ستراتیژیکو توافق لیکونو، تړونونو او هوکړه لیکونو د موادو پلي کولو او اړوندو اړیکو د هغمږۍ او غښتلي کولو چارې هم پر مخ وړي.
قونسلي خدمتونه
د بهرنیو چارو وزارت بله مهمه او اساسي دنده هېوادوالو او بهرنیو اتباعو ته د قونسلي او ډیپلوماټیکو خدمتونو وړاندې کول، په بهر کې د افغانستان د اتباعو له حقونو دفاع او تامین او په بهر کې د مېشتو افغانانو، محصلینو او مهاجرینو ستونزو ته رسېدنه هم د یاد وزارت مهمې دندې او فعالیتونه بلل کېږي.
د بهرني سیاست پړاوونه
د افغانستان بهرنی سیاست له پیل څخه تر نن ورځې د وخت د حاکمانو او نظامونو له اړخه په هېواد کې د بېلابېلو سیاستونو پر بنسټ او د حاکم لیدلوري له مخې ټاکل شوی دی، چې په ټوله کې یې په دریو برخو وېشلای شوو:
لومړی: د ناپیلتوب او شاهي حکمروايۍ پړاو.
دوهم: د یرغلونو او بهرنیو لاسوهنو په مهال د یرغلگرو موخو د پالنې او ساتنې پړاوونه.
درېیم: د افغانستان اسلامي امارت بهرنی سیاسي لیدلوری.
د سیمې او نړۍ له پېچلو سیالیو د ځان ساتنې دور په هېواد کې د شاهي او مشروطه شاهي واکمنیو د بهرني سیاست ځانگړنې وې؛ خو د اویایمې لسیزې له پیل سره، هغه مهال چې په هېواد کې د جمهوریت بنسټ کېښودل شو او د بهرنیو هېوادونو لاسوهنو او یرغلونو پیل ته پلمې جوړې شوې، د سیاسي کشمکشونو بل پړاو پیل شو، د روسانو یرغل او کمونیستي الحادي نظام د افغانستان د بهرني سیاست د غوراوي برخلیک د یوې ځانگړي کړۍ او ایډیال په واک کې ورکړ، له هغې وروسته د کورنیو جگړو او سیاسي اختلافونو په مهال هم د افغانستان د بهرني سیاست ټاکنه د ځانگړي سیاسي فکر او ډلې په واک کې وه، تر دې چې په هېواد کې د اسلامي حاکمیت او خپلواک افغانستان په تکل د افغانستان اسلامي امارت پر هېواد واکمن او د بهرني سیاست د ترسیم په لړ کې یې د یو بشپړ اسلامي، خپلواک او بې ضرره افغانستان په توگه خپلې بهرنۍ سیاسي کرښې وټاکلې؛ خو بیا هم د بهرنیو یرغلونو لړۍ په هېواد کې دوام وموند او د امریکايي اشغال تر سیوري لاندې غربي ډیموکراسۍ ته ژمنو واکمنانو د امریکا په لمسون او ملاتړ د افغانستان د بهرني سیاست لیدلوری د ډیموکراسۍ پالنې په لور سوق کړ، چې بالاخره د افغان ولس په ملاتړ او سرښندنه او د اسلامي امارت د دوو لسیزو جهاد او مبارزې په پایله کې یو ځل بیا د هېواد خپلواک بهرنی سیاست د اسلام اصله متوازن او اقتصاد محوره لیدلوري په توگه د افغانستان اسلامي امارت له بیا ځلي واکمنېدو سره وټاکل شو.
په تېرو دریو مرحلو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو نوملړ
د شاهي، مشروطه شاهي او لومړني جمهوریت د واکمنۍ په مهال د افغانستان د بهرنیو چارو وزیران
د شوروي اتحاد د اشغال او کمونیستي نظام د واکمنۍ په مهال د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان اسلامي دولت د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیران
د امریکايي اشغال او ډیموکراسۍ پالنې د دورې د بهرنیو چارو وزیران
د افغانستان اسلامي امارت