
اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د ازادۍ او د خپلو مقدساتو څخه هر ډول دفاع او مقاومت د دوی مشروع حق بولي.
د افغانستان اسلامي امارت د فلسطین د خلکو د مشروع، تاریخی او قانوني حق څخه چې باید د فلسطین په تاريخي خاوره مستقل هېواد ولري خپل ملاتړ اعلانوي. له اسلامي هېوادونو، د اسلامي همکاريو له سازمان، نړېوالې ټولنې او په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه چې په سيمه کې اغیز لري غوښتنه کوي چې د اسرائیلي اشغالګرو ځواکونو له خوا پر فلسطیني بېګناه ولس د تاوتريخوالي مخه ونیسي، او د فلسطين د قضیې د حل لپاره چې فلسطينيانو ته پکې خپل مشروع حق ورکړل شي لاس پکار شي.