په ناسته کې د افغانستان-ازبکستان په دوه اړخیز اړیکو اوسني وضعیت، د ټرانزیټ پر تقويې او تجارت خبرې وشوې.
ښاغلي عبدالعزیز کاملوف د افغانستان امنیت د خپل هیواد له امنیت سره تړلی وباله او زیاته یې کړه چې د دوه اړخیز تجارت او ښه ټرانزیټ لپاره باید یو له بل سره نژدې کار وکړو.
خاص استازي ښاغلي عبدالعزیر کاملوف د جولای په وروستیو کې په ازبکستان کې د دوی په کوربتوب د سیمې او نړۍ د هیوادونو او ادارو د لوړ رتبه استازو ترمنځ د جوړېدونکي سیاسي او اقتصادي کنفرانس په هکله له محترم متقي صاحب سره معلومات شریک کړل او د ګډون بلنه یې ورکړه.
د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د ښاغلي کاملوف له راتګ څخه مننه وکړه او دنوې دندې مبارکي یې ورکړه، متقي صاحب وویل، زه د ازبکستان هیواد څخه مننه کوم چې په سیاسي، اقتصادي او بشري برخو کې یې د افغانانو سره همکارۍ کړې دي او خوښي یې څرګنده کړه چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښه ګاونډیتوب فضاء حاکمه ده.
متقي صاحب وویل، وخت رارسېدلی چې په نړۍ او سیمه کې له راتلونکو تغیراتو سره ځان عیار او ترې مثبته استفاده وکړو، دغه راز متقي صاحب چمتو والی څرګند کړ چې د تجارت وزارت په سرپرستي کې افغاني هیئت ازبکستان ته سفر وکړي ترڅو له ازبکستان هیواد سره تجارت پیاوړی کړو او وکولای شو چې اقتصادي خودکفايي رامنځته شي.د ناستې په پای کي دواړو لورو هیله څرګنده کړه چې دغه ډول ناستې دوامداره شي او د دواړو هیوادونو د مشترکو ګټو لپاره پکې مثبت پرمختګونو رامنځته شي.