۰۴ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

ډیپلوماتیک خدمتونه

د تشریفاتو عمومي ریاست د ډیپلوماتکو خدمتونو ډسک، سفارتونو، نړېوالو سازمانونو، د ملګرو ملتونو دفترونو او نورو مؤسسو ته چې ډیپلوماتیک حیثیت ولري، لاندې خدمتونه وړاندې کوي:

1. د ګمرکي معافیتونو څانګه: ټولو وسایلو، خوراکي توکو، دوایي، ډیپلوماتیک اجناسو او نورو اجناسو ته معافیت.

2. د مجوزو څانګه: د معلوماتي ټکنالوجۍ تجهیزاتو، بریښنایی تجهیزات، دفتري تجهیزات، زغره وال تجهیزات او نورو دفتري فعالیتونو لپاره اړین تجهیزاتو ته جواز.

3. د وسایطو څانګه: د زغره لرونکو او بې زغره والو موټرو لپاره د ګمرکي معافیت او جواز، د UN، CD او M پلیټونو صادرول، د موټر چلولو جواز تمدیدول، د وسایطو د مرستې او پلورلو طی مراحل.

4. عمومي څانګه: د وسلو او امنیتي تجهیزاتو د صادراتو د جواز، د سیاسي پوستونو اجرا، د اسلامي امارت د امنیتي ادارو او ډیپلوماتیکو ادارو ترمنځ د اړیکو تنظیمول.

5. حقوقي څانګه: د اسلامي امارت د اړوندو ادارو، اشخاصو، سفارتونو، نړېوالو مؤسسو، د ملګرو ملتونو د دفترونو او نورو ادارو ترمنځ د پېر او پلور، کرایه کولو او د حقوقي شخړو حل.