۰۳ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

محترم شیر محمد عباس ستانکزي ژوندلیک

محترم شیرمحمد عباس ستانکزی د مرحوم حاجي پادشاه خان زوی، په 1338هـ ش کال د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ په عباس کلي کې زیږېدلی دی.ابتدايي زده کړې يې د خپل کلي په جومات او د کابل په عمراخان ښوونځي کې ترسره کړي او د کابل حربي ښوونځي څخه فارغ شوی دی.
د سردار محمد داود خان لخوا د نورو افغان محصلینو سره یوځای د لوړو نظامي زده کړو لپاره هندوستان ته ولیږدول شو او په 1360هـ ش کال د تعلیم له بشپړولو ورسته د شوروي اشغال پرخلاف د جهاد لیکو ته وروګرځید.

په جمعیت اسلامي او اتحاد اسلامي ګوندونو کې يې د نظامي استاذ په توګه دندې ترسره کړي، او په 1364هـ ش کال د اتحاد اسلامي د جنوب لویدیځې حوزې نظامي آمر و. نوموړي د قلات، د کندهار هوايي ډګر، د لښکرګاه او نورو لویو عملیاتو کې عملا برخه اخیستې او له هماغه وخته یې د ملابورجان، ملا مشر، ملا محمد رباني او نورو پخوانیو طالب مشرانو سره پیژندګلوي درلوده.

په۱۳۶۹هـ ش کال د حرکت انقلاب اسلامي ګوند د عمومي نظامي مسئول په توګه وټاکل شو او د نجیب د حکومت تر سقوطه په همدې دنده پاتې شو.
د تنظیمي جګړو پر مهال په کور کښیناست، کله چې د طالبانو تحریک راپورته شو ورسره یوځای شو. د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لومړی د کندهار ولایت د خارجه ارتباط مرستیال و، بیا په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت د معین او بیا د عامې روغتیا وزارت د معین په توګه دندې ترسره کړي.
پر هیواد د امریکایې یرغل وروسته یې یوځل بیا په نظامي او سیاسي مبارزه لاس پورې کړ، په لومړي سر کې د طالبانو د سیاسي کمیسون غړی و، بیا یې مرستیال شو، د 2015م اګست څخه بیا تر 2019م جنوري پورې د سیاسی دفتر رییس پاتي شوی.
ستانکزي صاحب د امریکایانو سره د مذاکراتي ټیم مشري په غاړه درلوده په داسي حال کې چې د رهبري شورا غړی، د سیاسي دفتر معاون او د مذاکراتي ټیم مرستیال وو.
ښاغلی ستانګزی صاحب د امریکايي اشغال په پای ته رسېدو سره اوس مهال چې په هیواد کې اسلامي امارت په بشپړ توکه حاکم دی او د حکومت ټولي چاري مخته وړي د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي معین په حیث دنده لري.