۰۴ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د سیمیزې همکارۍ په اړه لنډ معلومات

افغانستان د آسیا په زړه کې موقعیت لري او له تاریخي پلوه د منځنۍ آسیا، سویلي آسیا، منځنی ختیځ او ختیځې آسیا د نښلولو مرکز بلل کیږي. د افغانستان دغه ځانګړي موقعیت ته په کتو سره، سیمه­ییز توب او سیمه­ییز پیوستون د دې هېواد په بهرني سیاست کې یو له بنسټیزو اړتیاوو څخه شمېرل کیږي. همدارنګه، په سیمه کې افغانستان د سولې او ثبات لپاره د باور جوړونې، اقتصادي همکاریو او سوداګرۍ او ترانزیت په ډګر بدلول او د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د دې اهمیت او جیو-اکونومیک ظرفیت ورپېژندلو او شته خنډونو د له منځه وړلو په برخه کې د دغه هېواد د سیمه ییزې ډیپلوماسۍ اصلي بنسټ جوړوي.

افغانستان په تیره یوه نیمه لسیزه کې د سیمه­ییزې همګرایی لپاره ډیرې هڅې کړي دي چې د هغې په پایله کې افغانستان د سیمه­ییزو ځینو سازمانونو او پلاتفورمونو (اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو)، د سویلي آسیا سیمه­ییزو همکاریو سازمان (سارک)، شانګهای همکاري سازمان، په آسیا کې د متقابل عمل او باور جوړنې اقداماتو کنفرانس (سیکا)، د منځنی آسیا اقتصاد لپاره دملګرو ملتونو ځانګړی پروګرام (سپيکا)، د آسیا پاسفیک هیوادونو لپاره د کلیو پراختیا او ادغام مرکز (سردپ)، کولمبو پلان، د منځنۍ آسیا لپاره سیمه­ییزه اقتصادي همکاري (کاریک) او د آسیا همکارۍ ډیالوګ)غړیتوب ترلاسه کړئ او د ځینو پروسو لکه د آسیا زړه ـ استانبول پروسه او د افغانستان په اړه د سیمه­ییزو اقتصادي همکاریو کنفرانس (ریکا)  د رامنځته کولو، نوښت یې وکړ. ځکه په نننۍ نړۍ کې چې د یو کلي حیثیت لري، هیڅ هیواد خپل مشکلات په یوازې ځان نشي حلولای نو مجبور دی او ضروري اټکل کیږي چې سیمه­ییزو تعاملاتو ته ور ودانګي.

همدې لپاره، افغانستان، هوساینې ته د رسېدو او د اقتصادي منابعو د تأمین او سیمه­ییزو همکارۍ د ټینګښت او غوړېدا لپاره، په داخلي او بهرني کچه د دغو کارونو او فعالیتونو د همغږي کولو لپاره د بهرنیو چارو وزارت په آډانه کې په ۱۳۹۱ کال کې د سیمه­ییزو همکاریو ریاست تأسیس کړ. پدې توګه د سیمه­ییزو همکاریو ریاست د عمده موخو څخه د سیمه­ییزو همکاریو د پراخې کړنلارې د تدوین په اړه طرحې او نظریاتو وړاندې کول، د افغانستان دیپلوماسۍ دستګاه په چوکاټ کې د سیمه­ییزو همکاریو اړوند پالیسو اجرا او همغږي کول شمېرل کیږي. دغه ریاست به د داخلي او بهرنیو نهادونو سره په پوهاوي او همغږۍ سره د سیمه­ییزو همکاریو د پرمختګ او ټینګتیا لپاره فعالیت کوي.

د بهرنیو چارو وزارت د سیمه­ییزو همکاریو ریاست هڅه دا ده چې په بیلابیلو سازمانونو، پروسو او پلاتفورمونو کې د افغانستان دریځ / ځای په سیاسي معادلاتو کې د لوړولو لپاره کار وکړي، ترڅو افغانستان د همکارۍ او همګرایۍ په مرکز تبدیل کړي. یاد ریاست، د یو طراح او اجرا کوونکي نهاد په توګه په سیمه کې د موجوده سرچینو او امکاناتو څخه په ګټه اخیستنه او د هوساینې او پرمختګ کچې د رسیدو پخاطر او د نړیوالې ټولنې د کومکونو د نه اړتیا حس ته په پام سره د سیمه­ییزو همکاریو غښتلتیا لپاره کار کوي. چې د سیمې هیوادونو ترمنځ د باورجوړونې او نږدوالي لپاره د همکاریو غوړیدل، د یوې ژورې او پراختیایي همکاریو لپاره د سیمو هیوادونو اړتیاوو ته د افغانستان د ملي ګټو په رڼا کې پام کول او د نړۍ او سیمې په کچه د یوې بریالۍ سیمه ییزو همکاریو الګو ټاکل یې له مهمو وظایفو څخه شمیرل کیږي.