۰۴ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

پاسپورت

– د پاسپورت چارو څانګه: دا ریاست د پاسپورټ په برخه کې د افغانستان د پاسپورټونو او د پاسپورټ د تمدید اسټیکرو تخنیکي چارې لکه طرح او ډیزاین او ټول مشخصات د مربوطه اداراتو په همغږۍ ترسره کوي او دننه په افغانستان کې ټولو دولتي کارکونکو ته د خدمت او ځانګړي (مخصوص) پاسپورټونه د اصولو مطابق صادروي او یاد پاسپورټونو ته د بهرنیو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو چارې پر مخ بیایي، همدارنګه دا ریاست بهر کې ټولو بهر مېشتو افغانانو ته د عادي پاسپورټونو د وېش او صادرولو مدیریت او رهبري د اوه ګوني حوزو له لارې ترسره کوي.