په دغه ناسته کې چي ټوله ورځ یې دوام درلود
دافغانستان-ترکمنستان ترمنځ په دوه اړخیزو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي اړیکو، امنیتي همکاریو، ټاپي او ټاپ پروژو د ژر پېلېدو، د تجارت او خصوصي سکتور فعالیت پر ودې ، مرمر ډبرې، وچې او تازه مېوې او د نورو توکو صادراتو پر زیادښت او په خاص ډول راتلونکي پسرلي کې په اقېنه او تورغنډۍ بندرونو کې د اورګاډي نیمګړو پروژو بشپړول او په افغانستان کې د لمریزې او بادي برېښنا باندي د پانګونې اړوند ګټور بحثونه او ګډ نظر ته ورسېدل.
دغه راز هوکړه وشوه چې د افغانستان لار به د ټرانزیټ لپاره د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ وکارول شي او د همدې لاري به مایع ګاز، معدنیات، خوارکي
توکي او نور تجارتي اموال انتقالیږي.
د دواړو لوریو تر منځ توافق وشو چې د روانې جنوري میاشتي پر ۲۲مه نېټه به دوه اړخیز تخنېکي ټېمونه په کابل کې ناسته کوي او توافق وشو چې د برق د ټاپ او رېل پټلۍ غځونې کار به د را روان کال پسرلي (مارچ) کې افتتاح او عملا پېل شي.
د یادونې وړ ده چې دکرونا ناروغۍ له امله افغانستان کې بند پاتې لسګونو محصلینو په اړه هم ژمنه وشوه چې د مارچ له پېل سره به په تدریجي توکه یاد هېواد ته د ورتګ اجازه ورکړل شي او ضمن کې توافق وشو چې ترکمنستان به افغان محصلینو ته د نفت او ګازو، رېل پټلۍ او نورو تخنیکي برخو کې تحصیلي بورسونه ورکوي.
One Comment
Your style is really unique in comparison to other folks I’ve read
stuff from. Thanks for posting when you have the opportunity, Guess I will just book mark this blog.