۱۸ رَمَضَان ۱۴۴۵

نن سه شنبه د قطر په پلازمینه دوحه کې د ا.ا.ا د لوړ روتبه پلاوي او اروپايي ټولنې د استازو ترمنځ غونډه وشوه.

په ننۍ غونډه کې ناستو اړخونو په افغانستان کې د بشري او صحي وضعیت، تعلیمي بهیر او اړتیاوو په باب طرحې، وړاندیزونه، او معلومات سره شریک کړل.
د اروپايي ټولنې استازو په افغانستان کې روان تعلیمي بهیر او پکې پرختګ هیله بخښونکی وباله او د یادې برخې لپاره یې د ۱۱ میلونه ډالرو د ځانګړې کېدو یادونه هم وکړه: دوی وویل؛ شرایطو ته په کتو سره موږ غواړو چې په افغانستان کې بشري، تعلیمي او صحي مرستې زیاتي کړو.
د اسلامي امارت پلاوي له اروپايي ټولنې غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره په ښوونیز بهیر کې د مرستو درېدلې لړۍ بېرته روانه او انلاین د رسونو ته د افغان محصلینو د لاسرسي په پار دي د انټرنیټي خدمتونو په برخه کې همکاري وکړي.
دغه راز د اروپايي ټولنې د استازو د ځینو اندېښنو په تړاو د اسلامي امارت پلاوي ډاډ ورکړ چي د ټولنې حقه حقوقو ته ژمن دی، مسلکي کدرونه جذبیزي، د پخوانۍ ادارې له منسوبینو سره ناسم چلند زهرجن تبلیغات دي او له هیواد نه وتلي هیوادوال حالاتو ته په کتو سره بیرته خپل وطن ته راروان دي چې له استعدادونه به یې د هیواد د ترقۍ لپاره ګټه اخیستل کیږي.
د غونډي برخوالو د داډول ناستو پر اهمیت او دوام تینګار وکړ.