۰۹ شَوَّال ۱۴۴۵

پرون په دوحه کې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې آغلې رتنيو مرسودي او د قطر دولت د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې وزيرې آغلې لُلوة الخاطر سره وکتل.

‏درې واړو لوريو په افغانستان کې پر بشري، اقتصادي او تعليمي وضعيت هر اړخيزې خبرې وکړې. ‏قطري او اندونيزيايي لوريو افغان لوري ته ډاډ ورکړ چې چمتو دي په بشري برخه کې د افغانستان خلکو سره مرستې وکړي.

د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ژمنه وکړه چې هېواد يې چمتو دی چې په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او افغان زده‌کوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.‏همداراز د قطر د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې هم ژمنه وکړه چې قطر به په نژدې راتلونکي د قطر خيريه بنسټ او د قطر سرې مياشتې دفترونه په کابل کې خلاص کړي.

افغان لوري له افغانانو سره د قطر او اندونیزیا د ژمنو هرکلی وکړ او له خپله اړخه يې د همکارۍ او زمينې برابرولو ډاډ ورکړ.