یاد سیمینار د بهرنیو چارو وزیر، محترم مولوي امیر خان متقي په افتتاحیه وینا پیل شو. په خپله پرانیستونکې وینا کې ښاغلي متقي وویل«ننۍ نړۍ د یوه کلي په شان ده، غم او ښادي، ستونزې او مشکلات د ټولو شریک دي. د افغانستان د مشکلاتو په حل کې مونږ او نړیواله ټولنه ګډ مسئولیت لرو. که په افغانستان کې مشکلات وي، نړیوالې ټولنې ته نه ښایې چې د سل سلنې مشکلاتو حل د پنځه سلنه مشکلاتو په حل پورې وتړي. له نړیوالې ټولنې مو غوښتنه داده چې د بشري مرستو او بشري حقونو موضوعات په سیاسي موضوعاتو پورې ونه تړي.
دایو لوی پرمختګ دی چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقوقو موضوعاتو ته د همغږۍ یوه بین الوزارتي کمیټه جوړه کړې ده تر څو وکولای شو په دې برخه کې پرمختګ وکړو او مشکلات کم کړو. دا ډول سیمینارونه له یوه لوري د پوهاوي او ظرفیت په لوړولو کې خورا ګټور دي او له بلې خوا مونږ له نړیوالو نهادونو سره نږدې کوي. باید مونږ په دې برخه کې ډېر ځوانان وروزو تر څو مو هم ستونزې حل شي او هم د نړیوالې ټولنې له کړنلارو څخه ښه پوهاوي ولرو».
په پای کې ښاغلي امیر خان متقي د یوناما له ادارې او نورو سازمانونو نه وغوښتل چې د افغانانو ستونزو ته رسیدنه وکړي او د هغوی غږونه نړیوالو ته ورسوي. د بهرنیو چارو وزیر د بین الوزارتي کميټې له کړنو خوښي وښوده او ویې ویل امید لرم چې دا کمیټه او د بشري حقونو نړیوال سازمانونه وکولای شي افغانستان او نړۍ سره نږدې کړي.
*د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست سرپرست له ټولو ګډونوالو په مننې سره د دې سیمینار عمده محتوا د نړیوالو کنوانسیونو پېژندل او د یوناما او د نورو نړیوالو بشري حقونو نهادونو د راپور ورکولو میتودولوژي وښوده او دا یې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د میکانیزمونو او پر افغانستان یې د هغوی د اغیزو په اړه د پوهاوي لوړولو لپاره یوه مهم سیمینار یاد کړ. نوموړي ډاډ ورکړ چې د بهرنیو چارو وزارت د بشر د حقونو او ښځو نړیوالو چارو ریاست به د نورو ادارو د کارمندانو د ظرفیت په لوړولو او د بشري حقونو له نړیوالو نهادونو سره د همکارۍ او تعامل د لا زیاتوالي په برخه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه ډډه ونکړي.