۲۰ ٱلْمُحَرَّم ۱۴۴۶

د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال الحاج شیر محمد عباس ستانکزي د افغان کډوالو د وروستي وضعیت په تړاو د افغانستان سیاسي او کونسلي استازولیو سره انلاین ناسته ترسره کړه.

په دې ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین په لنډه موده او اجباري ډول له پاکستان څخه د سلګونه زره افغان مهاجرینو د اخراج، ورسره د ناسم چلن او افغان حکومت د تدابیرو په تړاو مفصل معلومات ورکړل او له افغان دیپلوماتانو څخه یې وغوښتل چې د راستنېدونکو افغانانو بيړنی وضعیت د خپل ماموریت له هېوادونو او نړیوالو بشري سازمانونو سره شریک کړي.