۰۷ ذُو ٱلْقَعْدَة ۱۴۴۵

د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ، چې د متحده عربي اماراتو د رئیس شیخ محمد بن زاید آل نهیان تره او د هغه هېواد د العین ښار لپاره د دولت رئیس استازی شيخ طحنون بن محمد آل نهيان په حق رسیدلی.
انا لله وانا الیه راجعون
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت متحده عربي اماراتو شیوخو، حاکمې کورنۍ، حکومت او شریف ملت ته د تسلیت او غمرازۍ مراتب وړاندې کوي او د لوی رب له دربار څخه مرحوم شیخ طحنون بن محمد آل نهیان ته جنت الفردوس او خواخوږو ته یې صبر جمیل غواړي.