د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ایران اسلامي جمهوریت د ولسمشر جلالتمآب ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي حسین امیر عبداللهیان او ورسره مل نور همکارانو د الوتکې برخلیک په اندېښنه او هیله تعقیبوي، تمه ده، چې د ژغورنې ډلې به وکولای شي په بریالیتوب د ښاغلي ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او د دوی ملگري وژغورلای شي.
د افغانستان اسلامي امارت په دې سختو شېبو کې د خپل ورور او گاونډي هېواد ایران حکومت او ملت تر څنگ ولاړ دی او هیله لري چې کومه ناوړه پېښه نه وي رامنځته شوې.