د بهرنیو چارو وزیر په کابل کې د ایران سفير او د ولسمشر ځانگړي استازي ته تسلیت ورکړ

نن له غرمې مخکې په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر او ددې هېواد د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي حسن کاظمي قمي د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو له وزیر محترم مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

په دې کتنه کې  دبهرنيو چارو وزير د جلالتمآب ډاکتر سيد ابراهيم رئيسي، ددې هېواد د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي امیر عبداللهیان او مل پلاوي د چورلکې د غورځېدو په مناسبت د افغانستان اسلامي امارت او ولس د خواخوږۍ او ډاډګيرنې پيغام  څرګند کړل او د الله تعالی له درباره شهیدانو ته د جنت الفردوس او د ایران ملت ته یې د جمیل صبر دعا وکړه.

د هېواد د بهرنیو چارو وزیر، د سیمه ییزو همکاریو په پراختیا کې او په ځانګړي توګه افغانستان سره د مرحومین ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر ونډه ارزښتناکه وبلل.

ورپسې ښاغلي قمي د افغانستان د حکومت او ولس د تسلیت له پیغام څخه د مننې په څرګندولو سره وویل چې د ایران حکومت او ولس د دغې پېښې په لومړیو شېبو کې د افغانستان د حکومت او خلکو د تسلیت پیغام ترلاسه کړ.

په پای کې ښاغلي قمي هم د افغانستان او ایران د ولسونو او حکومتونو ترمنځ اړیکې ښې وبللې او ویې ویل چې افغان لوري ته د جنازې او تدفین د مراسمو په اړه به د ایران اسلامي جمهوریت له وروستیو پرېکړو خبر ورکړي.