د ا. ا. ا. د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخند په مشرۍ یو لوړ رتبه پلاوي چې د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي یې ملتیا کوله، د ایران اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس سید ابراهیم رئیسي او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د فاتحې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د اسلامي امارت پلاوی د ایران اسلامي جمهوریت له نوي سرپرست ولسمشر دکتور محمد مخبر او بهرنیو چارو وزیر باقر علي کني سره هم وکتل او د ایران اسلامي جمهوریت له حکومت او ولس سره یې په دې ستر مصیبت کې ځان شریک وګاڼه، په یاده پېښه کې د قربانیانو روح ته دعا او پسماندګانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.