د بهرنيو چارو وزیر د ترکیې د مهاجرت له پلاوي سره ولیدل

د ا.ا.ا. بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د مهاجرت ادارې رئیس ښاغلي اتیلا توروس په مشري د ترکیې جمهوریت لوړپوړي پلاوي سره ولیدل. په یاده ناسته کې متقي صاحب د ترکیې هېواد بشري مرستو څخه قدرداني کولو تر څنګ د مهاجرت پدیدې، غیر منظم مهاجرت مدیریت په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو پیاوړتیا او د مافیايي کړیو پر وړاندې د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړې. ښاغلي اتیلا توروس په افغانستان کې د شته امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او یادونه يې وکړه چې افغان وګړي د غیر منظم مهاجرت په لړ کې د ګڼو ننګونو او ژوند ګواښونکو ستونزو سره مخ دي او د یاد مهاجرت مدیریت لپاره په کار ده چې قانوني مهاجرت پراختیا ومومي. متقي صاحب د ترکیې لوري څخه افغانانو ته د ویزې صدور بهیر اسانه کولو غوښتنه وکړه، تر څو افغانان په قانوني ډول یاد هېواد ته سفر وکړي. همدا راز په یاده ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا، خصوصي سکتور ودې او په افغانستان کې د پانګې اچونې شته فرصتونو په اړه بحث ترسره شو.