د ترکمنستان له سفیر سره د بهرنیو چارو وزیر وکتل

په کابل کې د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې پر غزولو، تورغنډۍ سټېشن ظرفیت لوړونې او د هرات نورالجهاد برق سبسټېشن د چارو په تړاو خبرې اترې وشوې.
د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړه چې افغان لوری به هڅه وکړي چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د چارو پاتې برخه مسئلې اوارې او عملاً کار پیل شي.
مولوي امیر خان متقي وویل د افغانستان اړوندې ادارې کار کوي چې د ټاپي پروژې ټول حقوقي اسناد نهايي او د کار د پیل زمینه برابره شي.
همداراز متقي صاحب وویل، د تورغنډۍ بندر کې د اوسپنې پټلۍ اړوند تاسیساتو جوړولو په اړه هم اړونده افغان اداره کار کوي او په نژدې راتلونکي کې به د ترکمنستان لوري ته اطلاع ورکړي.