نن د ترکمنستان د وزيرانو شورا مرستيال او د بهرنيو چارو وزير محترم رشيد مِرِداف ښاغلی حاجي فضل محمد صابر د ا.ا.ا. د سفارت د شارژدافير په توگه ومانه.
محترم رشید مرداف د یادو مراسمو په ترڅ کې وویل: ترکمنستان او افغانستان د سترو پروژو پلي کول په پلان کې لري؛ نو ځکه د ډيپلوماټيکو اړيکو کچې لوړول اړين گام دی.
د ترکمنستان د بهرنيو چارو وزير هيله څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو په گډو ډيپلوماټيکو هڅو وکولای شو د ټاپي نلليکې، د ټاپ برښنا او د تورغنډۍ-هرات ترمنځ د وسپنې پټلۍ پروژو عملي کار ژر پيل شي.