د ترکمنستان سفیر او مل ترکمنستاني پلاوي د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

په کابل کې د ترکمنستان سفیر او د هغه هېواد د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي سره وکتل.
په دې ناسته کي د دواړو هېوادونو له لخوا د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې د غځولو پر وروستيو تياريو خبرې وشوې.
د بهرنيو چارو وزير ترکمنستاني لوري ته په ډاگه کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل ليکې غځول د ا.ا.ا. په لومړيتوبونو کې دي او د افغانستان بېلابېلو ارگانونو د ټاپي پروژې اړوندې چارې بشپړې کړې دي.
مولوي امير خان متقي هيله څرگنده کړه چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې عملي چارې پيل شي.
د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف هم وويل، چې ترکمنستان پخپله خاوره کې د افغانستان تر پولې نل‌ليکه غځولې ده او ډاډ يې ورکړ چې د افغانستان په خاوره کې هم د ټاپي نل‌ليکې د غځولو تيارۍ د بشپړېدو په حال کې دي او عملي چارې به ژر پيل شي.