د بهرنیو چارو وزیر د ازبکستان له لومړي وزیر سره لیدنه وکړه

نن د ا.ا.ا. د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي په کابل کې د ازبکستان جمهوریت له لومړي وزير محترم عبدالله عارف‌اُف سره وکتل.
په دې ناسته کې د افغانستان او ازبکستان پر دوو اړخيزو اړيکو، اقتصادي همکاريو او تجارت او ټرانزيټ هراړخيزې خبرې وشوې.
په سر کې د ازبکستان لومړي وزير وويل، د ازبکستان ولسمشر افغانستان سره د اړيکو پر پراختيا ټينگار کوي او اوسنی په لوړه کچه پلاوي استول د دې ښکارندويي کوي.
ښاغلي عارف‌اُف وويل، چې غواړي افغانستان سره د ديپلوماتيکو اړيکو کچه لوړه کړي له همدې امله ښايي په نژدې راتلونکي کې په تاشکند کې د ا.ا.ا. سفير ومني.
د ازبکستان لومړي وزير وويل، له دې وروسته به افغان سوداگرو، محصلينو او ناروغانو ته د ويزې ورکړه پيل کړي.
ده ټينگار وکړ چې افغانستان او ازبکستان بايد له ټولو بالقوه ظرفيتونو څخه د دواړو هېوادونو په گټه استفاده وکړي.
د بهرنيو چارو وزير له هرکلي وروسته په نړيوالو ناستو کې د ازبکستان د ولسمشر له مثبتو دريځونو هرکلی وکړ او هيله يې څرگنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سياسي همکارۍ لا زياتې شي.
متقي صاحب وويل، افغانستان لېواله دی چې په سيمه‌ييزو سازمانونو کې يې حضور احيا شي.
مولوي امير خان متقي وويل، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، انرژي او ټرانسپورټ په برخو کې ډېر فرصتونه موجود دي چې بايد ترې استفاده وشي.
د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل چې د افغان ټرانس وسپنې پټلۍ ليکې له جوړېدو سره دواړه هیوادونه مرکزي او جنوبي اسيا نښلوي.
مولوي امير خان متقي وويل، سوداگرو ته د ويزې په برخه کې اسانتيا کولای شي سوداگري لا زياته کړي.
د بهرنيو چارو وزير همداراز وويل، د‌ دواړو هېوادونو ترمنځ د ديپلوماتيکو اړيکو د کچې له لوړولو سره به د دوو اړخيزو اړيکو د لا پراختیا نوی پړاو پرانستل شي.