د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین ښاغلي شیر محمد عباس ستانکري، نن په کابل کې د قطر سفارت له مستشار ښاغلي مردیف القشوتي سره وکتل. په دې ناسته کې دواړو لوریو د یو لړ سیاسي او اقتصادي موضوعاتو او بشري مرستو په اغېز بحث او خبرې وکړې.
ښاغلي ستانکزي په پیل کې د قطر سفارت مستشار ښاغلي مردیف القشوتي ته ښه راغلاست وویلو او په تېرو کلونو کې یې د قطر له مېلمه پالنې او له افغانستان سره یې د بشري مرستو له کبله مننه وکړه. ټینگار يې وکړ، چې د افغانستان او قطر دوه اړخیزې سیاسي او اقتصادي اړیکې لا پیاوړي کول د دواړو لوریو لپاره ارزښتمن دي.
ښاغلي مردیف القشوتي وویل قطري او افغاني دوه دوست ولسونه دي او هېواد یې غواړي د افغانستان د تعلیم او روغتیا سکتورنو په پیاوړتیا او عامولو کې رغنده رول تر سره کړي. نوموړي زیاته کړه، چې قطر له جگړو څخه د راوتلو هېوادونو د پرمختگ په لړ کې کاپي تجربې لري او ژمنه يې وکړه، چې په دې اړه به د اسلامي امارت له اړوندو ادارو سره د مرستو او دوه اړخیزو همکاریو په لړ کې خپلې هڅې لا چټکې کړي.