متحده عربي اماراتو د افغانستان د سفیر باور لیک ومانه

نن د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر ښاغلي مولوي بدر الدین حقاني خپل باور لیک د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو د مرستیال وزیر وکیل ښاغلي سيف عبدالله الشامسي ته، په یو لړ رسمي مراسمو کې وسپارلو.
ښاغلي مولوي بدر الدين حقاني د افغانستان او متحده عربي اماراتو اړیکې تاریخي وبللې او د اماراتو د دولت له همکاریو او همېشنیو مرستو یې مننه او خوښي څرگنده کړه.
ښاغلي سيف عبدالله الشامسي هیله څرگنده کړه، چې له اماراتو سره د افغانستان اړیکې خورا ارزښتمنې دي او د نوي سفیر په ټاکلو به دا دوه اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.
د افغانستان نوی منل شوی سفیر به خپل باور لیک په نیژدې راتلونکې کې د کوربه هېواد له اړخه د یو لړ رسمي مراسمو په ترڅ کې د متحده عربي اماراتو امیر ته وړاندې کړي.