د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین ښاغلي شېر محمد عباس ستانکزي سره د چین ولسي جمهوریت د سفیر مرستیال ښاغلي باؤ ژو هوی وکتل. په دې ناسته کې د افغانستان او چین په دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنگي همکاریو او وروستیو سیمه ېیزو پرمختگونو خبرې وشوې.
د بهرنیو چارو سیاسي معین له افغانستان سره د چین د مرستو له مننې سربېره د افغانستان او چین دوه اړخیزې اړیکې مهمې وبللې او د پیاوړتیا هیله یې څرگنده کړه.
ښاغلي باؤ د چین او افغانستان د دوه اړخیزې همکارۍ او په بېلابېلو برخو کې یې د پرمختگونو یادونه وکړه، وویل هېواد یې غواړي چینايي سوداگر په افغانستان کې پانگونې ته تشویق کړي او له افغانستان سره یې د خپلو اړیکو ټینگښت ارزښتمن یاد کړ. هغه ډاډ ورکړ، چې په نړیوال ستېژ به د ا.ا.ا ملاتړ ته دوام ورکوي.
په پای کې د بهرنیو چارو سیاسي معین د دواړو هېوادونو د اړیکو پر پیاوړتیا او دوام ټینگار وکړ او زیاته یې کړه، چې دوه اړخیزې گټې مثبتې وپالي.