افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د یو لړ پروژو د پرانيستې کميسيون د چمتووالي لومړۍ ناسته وکړه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي، نوري فايبر، ټاپ او وسپنې پټلۍ د پروژو د پرانيستې کميسيون د چمتووالي لومړۍ ناستهد د رياست الوزرا محترم مقام له حکم سره سم، د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ د امنیتي ارګانونو، کانونو او پټروليم، ټولگټو چارو، اطلاعاتو او فرهنگ، مخابراتواو معلوماتي تکنالوژۍ وزارتونو او د امارت مرکزي وياند او د افغانستان برېښنا شرکت په گډون نن د بهرنيو چارو وزارت کې ترکمنستان سره د ټاپي او گڼو نورو پروژو د پرانيستې مراسمو لپاره د چمتووالي ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د یاد کميسيون مشر او گډونوالو ارگانونو مسؤولينو د فرعي کمېټو د چمتووالي مفصل راپور واورېده او د مراسمو د ښه ترسره کولو لپاره يې لازمې پرېکړې وکړې.
تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې يادې پروژې د يو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شي.