په ایران کې د کان د چاودنې د قربانیانو په اړه د خواخوږۍ څرگندونې

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په ایران کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې ‌د چاودنې له امله لسگونه کاريگر وژل شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د دغې غمجنې پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرگندوي.
د ا.ا.ا. د ایران له حکومت او خلکو سره د خواخوږۍ په څرگندولو سره د وژل شویو کسانو لپاره د الله جل جلاله له درباره د مغفرت هیله کوي.