د ایران د سفير او ځانگړي استازي په مشرۍ پلاوي له سیاسي معین سره ولیدل

د افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانگړي حسن کاظمي قمي او د ایران د سیستان او بلوچستان والي محمد کرمی او مل پلاوي د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي معین الحاج شېر محمد عباس ستانکزي سره وکتل.
په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د یو لړ سیاسي او اقتصادي مسایلو سربېره؛ د سوداگریزو او ټرانزیټي اړیکو پر پیاوړتیا او ورته نورو دوه اړخیزو موضوعاتو خبرې وشوې.
ښاغلي ستانکزي په تېرو دریو کلونو کې د افغانستان او ایران ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سواداگرۍ او ټرانزیټي برخو کې پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړوندو پلاوو تگ راتگ د ښو اړیکو ښکارندويي وبله.
همدار راز ښاغلي ستانکزي په ایران کې د افغان مهاجرینو له کوربتوب د مننې ترڅنگ؛ په یاد کې هېواد کې د مېشتو افغان مهاجرینو او سوداگرو له ستونزو هم یادونه وکړه.
ایراني پلاوي د ا.ا په راتگ سره د دواړو هېوادونو ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، سوداگرۍ او ټرانزیټ په برخو کې په پراختیا او هېواد ته یې د حق ابي له ورکړې خوښي څرگنده کړه او دوه اړخیزو همغږیو او گډ تفاهم پر بنسټ یې په نږدې راتلونکي کې د لا زیاتو اسانتیاوو د رامنځته کولو یادوه وکړه.
دواړو اړخونو د منځني ختيځ په وروستي کړکیچ هم خبرې درلودې او د صهیونیستي رژیم په روانو ظلمونو او په وړاندې یې د ټولې نړۍ، په ځانگړې ډول د اسلامي هېوادونو په چوپتیا او نه اقدام، خپله اندېښنه څرگنده کړه.